کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
مسکو نن دافغانستان په اړه د څلور اړخیزې مهمې ناستې کوربه و، یاده ناسته کې د چین ، روسیې امریکا او پاکستان استازو ګډون کړی وو.
ددې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې دګډونوالو له لوري د افغان جګړې له ښکېلو لوریو دمذاکراتو بیا پیل لپاره داوربند غوښتنه شوې.
دې اعلامیه کې د یادو هیوادونو استازو له ګډ حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې د مذاکراتو د پیل لپاره دې اوربند اعلان او د باور رامنځته کولو لپاره یو لړ نور اقدامات ترسره کړي.
په اعلامیه کې له ښکېلو لوریو غوښتنه شوې چې یوشمېر زندانیان دې ازاد او دتاوتریخوالي کچه دې کمه کړي.
مسکو تر دې وړاندې هم دافغانستان په اړه دبهرنیو هیوادونو او بین الافغاني غونډو مختلف مجالس دائر کړي و، یاد هیواد اوس هم په مکرر ډول دمذاکراتو دبیا پیل غوښتنه کوي.


















