يو روسي سرتیري اته نور پوځيان وژلي

کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

روسي حکومتي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هيواد یو سرتيري د دوو پوځي افسرانو په ګډون اته نور پوځيان په ډزو وژلي دي.

د راپورونو له مخې نن د جمعې په ورځ ناوخته د هيواد ختيځ کې د “ټرانسبايکال” سيمې په “ګورني” کلي کې دغه پيښه رامنځته شوې ده.

د روسيې پوځي چارواکي وايي چې دا پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې سرتيري د يو نظامي مرکز د پيرې لپاره سره بدليدل.

بريدکوونکی د نورو عسکرو له لوري نیول شوی دی او د څيړنو لپاره زندان ته ليږدول شوی دی، او ډېر احتمال شته چې ياد عسکر په رواني ناروغي اخته وي.

د دې هيواد د دفاع وزارت د بريدګر عسکر نوم او نور معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو دفاع وزارت مرستيال “اندري کارتاپولوف” په مشرۍ يو هيئت د بريد ځای ته د تحقيقاتو لپاره رسيدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button