د چين په کوربه توب ترسره کیدونکې بین الأفغاني غونډه وځنډيدله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۴، شنبه)
د روانې ميلادي مياشتې په وروستیو کې په چین کې د افغانانو تر منځ یو ګډ کنفرانس ترسره کيدونکی و چې د نامعلومه دلايلو له مخې ځنډول شوی دی.
د اسوشېټډ پريس خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ياده بین الأفغاني کنفرانس د لنډ مهال لپاره ځنډول شوی او د ترسره کيدو کره نېټه يې لا نه ده په ډاګه شوې.
ټاکل شوې وه چې د روانې اکتوبر مياشتې به ۲۹ او ۳۰ نيټه د چین په پلازمینه بيجینګ کې د افغانانو تر منځ یوه ګډه غونډه جوړه او د سولې او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره پکې بحثونه ترسره شي.
یادې غونډې ته د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پنځلس کسيز هئيت ته هم رسمي بلنه ورکړل شوې وه.
د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهین په خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکلي و چې د يادې غونډې ټول ګډونوال به په شخصي توګه په یاد کنفرانس کې برخه اخلي.
په لومړیو کې اشرف غني په خپلو ويناوو کې په یاده غونډه کې د دولتي چارواکو له ګډون سره مخالفت څرګند کړی و خو پرون د ولسمشر وياند صديق صديقي وويل، چې افغان حکومت به هم خبل استازي د چین غونډې ته وليږي.
ويل کیږي، یادې غونډې کې د ګډون لپاره پخواني ولسمشرۍ حامدکرزي په مشرۍ شاوخوا پنځه ديرش تنه سياستوال، پخواني قوماندانان او د ګوندونو استازي ګډون کوي.
په داسې حال کې د چین غونډه ځنډول کيږي چې پرون په مسکو کې د افغانستان په اړه د چین، روسيې، پاکستان او امریکا څلو اړخيزه غونډه کې له امریکا غوښتل شوي چې طالبانو سره درول شوې خبرې دې بیا پيل کړي.


