چاپان کې سختو اورښتونو درانده ځاني او مالي زیانونه اړولي

کابل ټکى کام (شنبه ، ۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
یو شمېر بهرنۍ رسنۍ وایي، جاپان کې د سختو ورښتونو له امله لس کسان وژل شوي او څلور نور لادرکه دي.
د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې د جاپان په ځینو سیمو کې سخت توپان او باران روان دی چې تلفات یې اړولي.
له دې امله د ځينو ښارونو برېښنا پرې شوې ده، ترانسپورت ګډوډ شوی او پروازونه هم ځنډېدلي دي.
د تېرې شپې په بارانونو او توپان کې لس کسان وژل شوي او څلور نور لادرکه دي چې لاهم نه دي موندل شوي.
همدا راز تر درېیو زرو پورې کسان اړ شوي چې د پروازونو د ځنډېدو له امله شپې په هوایي ډګرونو کې تېرې کړي.
د جاپان لومړي وزیر مرستندویه بنسټونو ته حکم کړی چې اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او همدا راز وضعیت مدیریت کړي.



