خلیلزاد؛ اجرایه رئیس عبدالله عبدالله سره په سوله او ټاکنو خبرې کړي

کابل ټکى کام (یکشنبه ، ۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

د افغان قضیې د حل لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیده کاته کړي دي.

له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې د جنوبي اسیا په چارو کې د ولسمشر ټرمپ مرستیاله لیزا کورټیس او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ګډون درلود.

اعلامیه زیاتوي، دواړو لوریو تلپاتې سولې ته د رسېدو پر څرنګوالي او دغه راز پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو خبرې اترې کړې دي.

سرچینه کاږي، دواړو لوریو افغان سوله د افغانانو او امریکا لپاره لومړیتوب بللې او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یې د جګړو پر کمېدو او اوربند ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ د رڼو پایلو پر اعلان هم ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته دخلیلزاد سفر ناڅاپي وو، نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې لومړی به بروکسل، وروس او ځینې نورو هیوادونو ته سفر کوي؛ خو یاد سفر یې د یو مبهم هدف لپاره ناڅاپي بلل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button