افغان حکومت دابوبکر بغدادي په وژل کېدو خوښي ښکاره کړه

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٦ لړم ، ١٣٩٨ل)
افغان حکومت: داسلامي دولت يا داعش د مشر “ابوبکر بغدادي” په وژل کېدو خوښې ښکاره کړې او دنوموړي وژل کېدل یې داعش ډلې ته سخته ضربه بللې ده.
د ارګ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش مشر”ابوبکر بغدادي” په سوریه کې د امریکا دځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
افغان دولت له یادو عملیاتو د هرکلي ترڅنګ، تروریزم د بشریت دښمن ګڼي، چې هيڅ ډول سرحد او نورمونه نه پېژني او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی او د”ابوبکر بغدادي” وژنه چې د تروریستي ډلو د خطرناکو مشرانو څخه يو و، داعش ډلې ته ستره ضربه بولي.
په ياده خبرپاڼه کې د داعش د مشر وژل کېدل د افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم مهم بلل شوي دي.
د ارګ په اعلاميه کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي، چې د “ترورېزم څخه د خلاصون” له پاره دې ورته عملیات لاچټک کړي.
“د تروریزم د شومې پدیدې سره د مبارزې اړوند د نړۍ د ټولو هیوادونو د همکارۍ ترڅنګ د تروریزم له شر څخه د خلاصون یوازېنۍ لار، د دغه راز چټکو او په وخت عملیاتو د ترسره کولو اړتيا ده”.
ارګ داسې مهال د”ابوبکر بغدادي” په وژل کېدو خوښي ښکاره کوي چې په افغانستان کې د دداعش وسلوال د امریکا او افغان حکومت ډله بلل کېږي او په ځلونو یې داعشیان د طالبانو له منګولو خلاص کړي او خوندي ځایونو ته يې رسولي دي.
تېره اوونۍ په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې ۷۲ غړي ملي امنیت د طالبانو له منګولو وژغورل او په وينا يې، چې ټول ورته تسلیم شوي.
د داعش د مشر “ابوبکر بغدادي” د وژلو په اړه دا درېیمه ادعاده چې امریکايي چارواکي یې کوي؛ خو وروسته بیا د بغدادي نوي انځورونه او ویډیو يي پیغامونه خپرېږي او د امریکایانو ادعا ناسمه خېژي.



