طالبان:ميدان وردګ کې يې ۳۰ حکومتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٦ لړم ، ١٣٩٨ل)
طالبانو د ميدان وردګ ولايت په دوه ولسواليو کې په حکومتي عسکرو بريدونو کړې چې په پايله کې يې ۳۰ تنو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر ياڼه ليکلى چې تيره شپه يې د ميدان وردګ ولايت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د ددولتي عسکرو د ګزمې په کاروانونو بريدونه او چاودنې کړي چې په په پايله کې يې ۱۹ دولتي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دی.
د ذبيح الله مجاهد په وينا چې د چک ولسوالۍ خوات درې په سيرک، بمبای او محمد يارخيل سيمو کې يې په د دولتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کړي چې په پايله کې يې دوه ټانګونه تخريب شوي دي او ۱۱ دولتي عسکر په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
همدا راز مجاهد ويلي دي چې د سيداباد په ولسوالۍ کې يې د ملي خيلو سيمه کې يې هم د دولتي عسکرو د موټرو په کاروان بريد کې ۸ عسکر وژلي او د قومندان زلمي په په شمول يې ۶ تنه نور ټپيان کړي دي.
مجاهد په دې بريدونو کې د درې تنو طالب جنګياليو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
تر دې دمه د ميدان وردګ ولايت ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې وړده چې په دې وروستيو کې دهيواد په ګوټ ګوټ کې په دولتي عسکرو د طالبانو بريدونو زور اخيستې چې له امله يې د دولتي عسکرو په تلفاتو کې هم دپام وړ زياتوالی راغلی دی.


