دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ۶ لړم ، ١٣٩٨ل)

د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خليلزاد ،له حکومتي مشرانو او افغان سياستوالو سره تر ليدنو کتنو وروسته نن له کابل څخه اسلام آباد ته رسيدلی دی.

خلیلزاد اسلام آباد ته تر رسېدو وروسته هڅه کوي چې د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

په دې میاشت کې دا دوهم ځل دی چي خلیلزاد پاکستان ته سفر کوي، تېر ځل يې د ملا عبدالغني برادر او ورسره مله پلاوي سره کتلي وو.

د امریکا او طالب مرکچیانو تر منځ د مذاکراتو له لغوه کېدا وروسته دا لومړی ځل دی چې خلیلزاد دسیمې یو شمېر هېوادونو ته دافغان قضیې د حل په موخه سفر کوي.

نن دځینو سرچینو له قوله ویل شوي وو چې خلیلزاد د انس حقاني په شمول د لوړ پوړو طالب زندانیانو تبادلې ته راغلی، خو د نوموړي لیده کاته ټول دسولې او مذاکراتو پر موضوع راڅرخي.

مربوطه مطالب

Back to top button