کابل ټکى کام (دوشنىه ، ٦ لړم ، ١٣٩٨ل)
طالبانو ويلي، چې د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یې د امريکايي اودولتي عسکرو په کاروان برید کړی او د پنځو کورنيو عسکرو په شمول یې څلور امریکایي پوځيان وژلي.
د طالبانو له رسمي ويب پانې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي « تېره شپه مجاهدینو د کندز ولایت، خان اباد ولسوالۍ ایشانټوب، او محفلي سیمو کې په امریکایي اشغالګرو او د صفریک په نوم د امریکا په کرایه شوو عسکرو بریدونه او د ځمکنیو ماینونو چاودنې ترسره کړې. چې په ترڅ کې ۴ تنه بهرني اشغالګرو او ۵ تنه د صفریک ټوپکيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي
طالبانو همدا راز ادعا کړې، چې په دې وروستیو کې یې په بهرنیو عسکرو بریدونه ډير کړي چې ګڼ شمير بهرني عسکر يې وژلي.
د یادونې وړ ده ، چې تر دې مهاله په افغانستان کې پرتو امریکایي عسکرو په دې اړه څه نه دي ویلي.


















