څيړونکي: ميتادون کولی شي د سرطان په درملنه کې مرسته وکړي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٦لړم ، ١٣٩٨ل)

په دې وروستيو کې جرمني څيړونکو مدندلې چې د ميتادون په نوم نشه يي توکي کولی شي د سرطاني ناروغيو په درملنه کې مرسته وکړای شي.

د هغوی په نظر د هيروين بديل دا مواد ښايي سرطاني تومورونه د کيميايي درملنې په مقابل کې ډېر حساس کړي.

د “اولم” په نامه د يو جرمني پوهنتون څيړونکو ادعا کړې ده چې د ميتادون مخدره مواد ښايي د سرطاني تورمورونو په درملنه کې بنسټیز رول ولوبوي.

میتادون يو ډول نشه يي توکی دی چې د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د مهمو درملو په ګټګورۍ کې ګڼل شوي دي.

پر سرطاني ناروغيو د ميتادون د اغیز موضوع څو مياشتې د “اولم” پوهنتون د کلينک په څيړنيزه برخه کې د بحث موضوع وه. د دې اعلان موخه دا ده چې څيړونکي د سرطان پروړاندې د دې مخدره موادو د احتمالي اغیزو په اړه د څيړونو او بحث له پاره ملاتړ او پیسې تر لاسه کړي.

په دې برخه کې يو څيړونکي پروفيسر توماس زوفرلاين د “زود ويست پريسه” په نوم يوې سیمه ایزې ورځپاڼې ته ويلي: “زموږ اټکل دا دی چې ميتادون کولی شي سرطاني تومورونه د کيميايي علاج په وړاندې حساس کړي.”

زوفر لاین، چې د ياد څيړنيز پوهنتون د کلينک مشر دی، په دې آند دی چې ميتادون په ځانګړې توګه د کولمو د سرطان په درملنه کې ښايي ډېر اغیزمن رول ولري.

دغه راز شونې ده چې له ميتادون څخه د هیروينو د معتادينو د درملنې په برخه کې هم کار واخيستل شي.

د څيړونکو په اند ددې څېړنې هدف دا دی چې آیا ميتادون د تومورونو په له منځه وړولو کې کوم اغیز لري او که نه؟ جرمني کې فعال د سرطاني ناروغيو سره د مبارزې سازمان، د څيړنو دې پروژې سره د ۱،۶ ميليونه يورو مرسته کوي.

اټګل کيږی چې څيړونکي به په دې برخه کې د خپلو تحقيقاتو پايلې په ۲۰۲۰م کال کې اعلان کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button