کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند جوبایډن د یاد هېواد د فعال ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو توندې نیوکې کړې او نوموړی یې بې کفایته یاد کړی دی.
هغه ویلي، ټرمپ هڅه کوي د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په وژلو سره ځان قهرمان ثابت کړي، خو په وینا یې د نوموړي بهرنی سیاست د دې لامل شوی دی چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي خپل اوج ته ورسېږي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپورله مخې، بایډن ویلي، ټرمپ یو بې کفایته انسان دی او د ده د بې کفایتۍ له امله په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو د جذب پروسه ګړندۍ شوې او په یاده سیمه کې بې ثباتي خپل اوج ته رسېدلې ده.
بایډن، چې ملي امنیت یې د خپلې انتخاباتي مبارزې سره کرښه بللې له ټرمپ څخه غواړي چې له سوریې د خپلو سرتېرو ایستلو باندې له سره غور وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، ټرمپ په خپل بهرني سیاست کې د لرلید په نامه څه نه پېژني او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت چارواکي ورسره د یو ماشوم په څېر چلند کوي.
داپه داسې حال کې ده چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې په خپل یو ویډیویي پیغام کې دداعش ډلې د مشر ابو بکر البغدادي مړینه اعلان کړه، او دایې دخپل حکومت له عمده لاسته راوړنو څخه وبلله.


















