کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)
طالبانو له خپل رسمي ادرس څخه په خپره کړې يوې خبرپاڼه کې د ګډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار “حمدالله محب” هغه څرګندونې ردکړي چې تېره ورځ يې په يوه خبري ناسته کې ويلي و چې د طالبانو مشهور قومندان “ملا عبدالقيوم ذاکر” له داعش ډلې سره يوځاى شوی دی.
طالبانو په خپله اعلاميه کې دا ډول څرګندونې د دوښمن له خوا ددوی په منځ کې د تفرقې د اچولو هڅه بللې.
د طالبانو په وينا “عبدالقيوم ذاکر” ددوی د رهبري شورا غړى او په ټولو مهمو پرېکړو کې ونډه لري، او داسې هيڅ څه نه دې پېښ شوي.
د طالبانو په وينا “دوښمن” غواړي په دې ډول څرګندونو سره د مجاهدينو او اولس په منځ کې تشويش پيداکړي او يو ډول د داعش د ډلې له پاره کمپاین په لاره واچوي، مرسته او تبیلغات ورته وکړي.


















