ترکيه: د سوريي شمال کې د اوږد مهالي حضور نيت نه لرو

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٩ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ترکيې حکومت ويلي غواړي چې سوريه کي د دوی د سرتيرو تر کنترول لاندې سيمي، بيرته د سوريې پوځ ته وسپاري، خو په دې اړه يي نور جزٸيات نه دي ورکړي.

د ترکیې دا دريځ داسې مهال مخې ته راځي چې د “واى پي جي” په نوم دترکيې ضد کردي مليشې د سوريي له شمالي سيمو وتلي او اوس ترکي سرتيري د سيمه کنترولوي.

د ترکيي د بهرنيو چارو وزير “مولود چاووش اوغلو” په ژنيو کي خبريالانو ته ويلي دي: که د سوريې د حکومت په وس پوره وي چي خپل هيواد وساتي او دده په وينا د ترهګرو سازمانونو په ضد مبارزه وکړي، نو دغه سيمې بايد بيرته دسوريې حکومت ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه چي ترکيې په سوريه کي دغه سيمې له کردي مليشو او داعش څخه په مکمل ډول پاکي کړي دي.

د يادوني وړ ده چې ترکي ځواکونو د روان کال د اکتوبر مياشتي په ۹مه نيټه د کردي مليشو په وړندې پوځي عمليات پيل کړل. ترکيه دغو مليشوو ته په ترکيه کې د کردانو PKK ياغيانو ته د نژديوالي له امله د ترهگرو په سترگه ګوري. خو امريکا بيا د ” وايي پي جي” په مشرۍ د سوريې ديموکراتو ځواکونو ته له داعش سره په جګړه کي د يو مهم ملګري په سترګه ګوري.

څو ورځې وړاندې دترکيې ولسمشر کردي ځواکونو ته شپږ ورځي وخت ورکړى وو چي د سوريي له شمال څخه په بشپړ ډول ووځي. لکه څرنګه چي د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکړی، ددغه ضرب الاجل تر پای ته رسيدو مخکي لا د سه شنبې په ماښام ټولي کردي مليشې له نوموړي ځای څخه ووتې.

مربوطه مطالب

Back to top button