سي بي ایس: امریکایي وګړي له افغانستانه دخپلو ځواکونو وتل غواړي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۹ لړم ، ١٣٩٨ل)

سي بي ایس په خپل یوه تازه راپور کې خبر ورکړی دی ې ډېری امریکایي وګړي په دې باور دي چې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان و ایستل شي او ددغه هېواد جګړه له سیاسي لارو ختمه کړل شي.

په ورته وخت کې ډېری امریکايي نوماندان هم په دې باور دي چې باید خپل ځواکونه په عاجل ډول له افغانستانه وباسي.

د یادې رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو اکثر نوماندان په خپلو ټاکنیزو غونډو کې د افغان جګړې په اړه خبرې کوي او ددې ملاتړي دي چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.

دوی ټینګار کوي چې طالبان باید اوربند وکړي، وسلوالو ډلو سره اړیکه پرې کړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

داپه داسې حال کې ده چې امریکا یوځل بیا طالبانو سره دخبرو پیلولو په هڅه کې ده، او کوښښ کوي چې روانې خونړۍ جګړې ته له سیاسي ډیالوګ د حل لار پیدا کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button