طالبان: غزني کې يې لس حکومتي عسکر وژلي

کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)

طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې پر یو امنیتي مرکز موټر برید کې د لږ تر لږه لسو امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ پر یو امنیتي مرکز د طالبانو په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ د جمعې په ورځ د «لړم پر۱۰مه» رسنيو ته وویل، چې د دغه برید په جریان کې طالبانو پر یاد امنیتي مرکز موټر بم برید هم کړی، چې پرمهال یې پنځه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

بلخوا سیمه ییز چارواکي وايي، چې د طالبانو موټر بم برید زیاته ویجاړي رامنځته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button