بغلان؛ کې لسګونه دولتي عسکر طالبانو سره یو ځای شوي دي
کابل ټکى کام (جمعه، ۱۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
دبغلان په نهرین ولسوالۍ کې لسګونه دولتي عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي او د هغوی له لوري یې دروند استقبال شوی دی.
دطالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « دپخواپه څېر تېرو څو ورځو کې د بغلان په ولایت کې یو ځل بیا د کابل رژیم ۴۴ تنه عسکر، پولیس، اربکیان او د جاسوسي شبکې غړي د ارشاد او دعوت د مسؤلینو او سیمیزو مجاهدینو په هلو ځلو له کابل ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو.»
خبرپاڼه زیاتوي «راغلو کسانو په خپلو پخوانیو کړنوپیښماني څرګنده کړې ، بیا د دښمن لپاره د هیڅ ډول فعالیت نه کولو ژمنه یې کړې، او مجاهدینو هم د هرکلي تر څنګ هغوی ته باورپاڼې ورکړې دي تر څو له هر ډول خطر پرته خپل ازاد ژوند ته دوام ورکړي.»
ددې ترڅنګ طالبانو په یاده خبرپاڼه کې د تسلیم شویو عسکرو پېژندنې او د باور پاڼو انځورونه خپاره کړي دي.
یاده دې وي، چې طالبانو په بیا، بیا د رسمي اعلامیو له لوري په دولتي عسکرو غږ کړی، چې د «پردیو» له ملګرتیا دې لاس واخلي او دوی ته له تسلیمېدو وروسته دې په بشپړ ډاډ خپل ژوند ته دوام ورکړي.
په دې وروستیو کې د طالبانو په هڅونه لسګونه عسکرو د هغوی لیکو ته مخه کړې، طالبانو څخه یې د امن او تسلیم پاڼو په اخیستلو سره خپل عادي ژوند پیل کړی دی.



