جنوبي کوریا: امبولانس چورلکې سقوط وکړ.

کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)

د جنوبي کوریا د “یونهاپ” خبري اژانس په وينا د ياد هیواد یوه امبولانس چورلکه د کوريا د ختیځ سوحل سیمه کې سقوط شوې ده.

چورلکې د “دوکدو” په ټاپو کې یو ټپي شـوى کس روغتون ته رساوه چې د شپې ناوخته نسکوره شوه.

امبولانس چورلکه د ټپي او د هغه د ملګري له اخیستلو وروسته روغتون ته په لاره د نامعلوم لامل له امله لویدلې ده.

دې پیښه کې د چورلکې د پیلوټ، روغتیايي پرسونل ، ټپي او ۷ تنه وژل شوي دي.

چورلکه سمندر ته غورځیدلې ده. د پیښې نه وروسته د ژغورنې ډلې او زیات شمیر کښتۍ سیمې ته ليږل شوي دي.

د ژغورونکى ډلې یو تن غړى “سونګ هو سیون” رسنيو ته ویلي دي ګمان کيږي چې چورلکې له الوتنې دوه دقیقې وروسته سقوط کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button