سلوانیا: دوه پناه غوښتونکي اوبو ډوب کړي

کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)
د “سلوانیا” هيواد پولیسو ویلي: دوه تنه چې ښايي پناه غوښتونکي به وو، په “کولپه” نومې سیند کې وروسته له هغه ډوب شول چې “کروشیا” ته یې د اوښتو هڅه کوله.
د شمالي ښار “نوو مسیتو” پولیسو د جمعې په ورځ رسنيو ته ویلي چې هغوی اوس د دغو دوو مړو د پېژندلو هڅه کوي.
پولیسو ویلي دي چې مړي یې د پنجشنبې په ورځ له سیند څخه را اېستلي دي.
پولیس وايي چې له پيښې وروسته يې په سیمه کې ۲۰ تنه نور پناه غوښتونکي هم نیولي چې ځانونه یې د افغانستان، ایران، عراق او سوریې هیوادونو ښودلي دي.
په وروستیو څو کلونو کې په زرګونو پناه غوښتونکي له خپلو هیوادونو څخه د جګړو اوغربت له امله تښتې؛ خو ګڼ شمېر یې هدف ته تر رسېدو مخکې د سختو لارو قرباني شي.



