نۍ: خبريالانو سره د تاوتریخوالي ډېرو پېښو تر شا د دولت د ننه کسان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۱، شنبه)

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره یا (نۍ) وايي، د ۲۰۱۹کاله له پيله تر دې دمه يې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پيښې ثبت کړي دي.

د دغه بنسټ اجرائيوي مشر مجيب خلوتګر ډيری پيښې د وژنو، وهلو، ډبولو، تښتولو، په مرګ د ګواښلو او د خبريالانو د ازادۍ سلبولو دي.

نوموړی زياتوي، له وژنو پرته د ډيرو پېښو تر شاه د دولت دننه کسان لاس لري په خبره يې ” له وژنو پرته د ډېرو قضیو ترشا په دولت کې د ننه کسان دي، له هغه وروسته وسله وال طالبان او بیا نامعلومې وسله والې ډلې. هغه قضیې چې څېړل شوي ډېری د لفظي او فزیکي تاوتریخوالي دي”.

د دغه بنسټ د معلوماتو پر بنسټ، د وژنې پېښې اته ښودل شوي چې اووه تنه پکې د کار پر مهال وژل شوي او یوه پېښه داسې هم ثبت شوې چې د کار پر مهال نه و وژل شوی.

که څه هم تر دې مخکې دولت ژمنې کړي چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې به وڅيړي خو په وينا يې يوازې کوچنۍ پيښې څيړل شوي او ډيری نورې پېښې همداسې پاتې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي،افغانستان له سومالیا، سوریې، عراق، جنوبي سوډان او فیلیپین وروسته شپږم هېواد دی چې د خبریالانو پر وړاندې پکې د تاوتریخوالي  ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button