تخار: ماين چاودنې نهه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۱، شنبه)

د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله د يوه ښوونځي نهه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د والي وياند جواد هجري وايي، دغه چاودنه نن د شنبې په ورځ د طاهريانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې ماشومان له ښوونځي رخصت شوي دي.

نوموړی زياتوي په دغه چاودنه کې نهه کوچنيان وژل شوي دي.

د درقد د معارف یوه مسؤول ويلي، د چاودنې په ترڅ کې پنځه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button