کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۲ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا په نیویارک ښار کې یوه سپورټي لوبغالي ته د ولسمشر ټرمپ د ننوتو پر مهال خلکو پر نوموړي ملنډې وهلې او خندا یې ورپسې کړې.
امریکایي رسنۍ وایي، ټرمپ نیویارک ښار کې د ام ام اې (ګډو رزمي سیالیو) یوې لوبې نندارې ته د ننوتو پر مهال د خلکو له ملنډو سره مخ شوی دی.
راپورونه وایي، خلکو ورپسې سپکې سپورې ویلي او په لوړ اواز یې خندلي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو د ډموکراټ ګوند یو نوماند ته سپکاوی کړی او ویلي یې وو، هغه لکه سپی له ټاکنیزو منډو ترړو بهر شو.
د یادونې ده چې پر نوموړي تېر کال هم یو ځلې دې ته ورته ملنډې وهل شوې وې او خلکو پسې نارې وهلې وې چې ویې تړئ، وې تړئ.
















