کابل ټکى کام (يکشنبه ، ١٢ لړم ، ١٣٩٨)
د د مشرانو جرګې دویم مرستیال له امریکايي حکومت څخه غوښتې چې د افغان سولې لپاره دې دولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې لرې کړي.
ديادې جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صدیقي چې نن يې د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې خبرې کولى وويل چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په روانه پروسه کې په خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي او باید چې دامريکا د حکومت له خوا ورسپارل شوی مسوولیت بېرته ترې واخیستل شي.
ښاغلي صدیقي له امریکا غوښتنه کړى چې د خلیلزاد پر ځای دې د افغان سولې لپاره زرترزره خپل نوی استازی وټاکي.
ښاغلي صدیقي دا ونه ویل چې په افغان سوله کې د خلیلزاد شخصي ګټې کومې دي؟ خو ټینګار یې کړى چې خلیلزاد د دده په وينا د افغان ملت د غوښتنو په خلاف د مؤقت حکومت دجوړولو په لټه کې دی.
د مشرانو جرګې غړي صفي الله هاشمي هم ويلي چې خلیلزاد تېروتنې کړې خو د هغه وروستیو هڅو ته یې هیله مندي هم وښوده دهاشمي په وينا چې د خلیلزاد نوې هڅې باید په اوربند او له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو پیلېدو منتج شي.
په داسې حال کې چې زلمي خليلزاد دټرمپ له لورې له طالبانو سره د مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته په لومړي ځل تېره اوونۍ کابل ته په سفر راغلى و او څو ورځې کابل کې پاتې شو، خو افغان چارواکو ویلي و، چې نوموړی د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کولو په اړه کابل ته د مرستې غوښتو لپاره راغلی و او په افغان سوله يې ورسره خبرى نه دې کړي.
دخليلزاد دماموريت په تړاو څو مياشتې مخکې دګډ حکومت دمشر اشرف غني دملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم نيوکې کړى وي چې دامريکايي حکومت دسختې غوصي سبب شوي او دمحب په سفر يې امريکا ته بنديز ولګاوه.
















