ليکوال: م، نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : يو شمير خلک له لمانځه وروسته يوازې سجده کوي، آيا دا روا دي او که نه؟.
ځواب : له لمانځه وروسته د مناجات سجده کول مکروه دي، ([1]).
په يوه سلام سره د سنت مؤکده ؤ او نفلو کول
پوښتنه : که چيرته يو کس له ماسپښين يا ماښام وروسته دوه رکعته سنت مؤکده له دوه رکعته نفلو سره يو ځاى کړي او په يو تکبير تحريمه او يوه سلام سره يې وکړي آيا دا روا دي او که نه؟.
ځواب : صحي دي، که نيت يې د سنتو کړى وي او که د نفلو نيت يې کړى وي، يا يې د مطلق لمانځه کړى وي، سنت هم اداء کيژي او نفل هم اداء کيژي، د دې تحقيق له تفصيل سره په غنية المستملي شرح منية المصلي کې شته دى، همدا رنګه په ردالمحتار او نورو کې هم شته دى، مګر له اختلاف نه د بچ کيدا لپاره جلا جلا کول يې بهتر دي ([2]).
د نفلو کول په ولاړه بهتر دي
پوښتنه : د نفلو کول په ولاړه بهتر دي او که په ناسته؟.
ځواب : د ټولو نفلو حکم دا دى چې له عذر پرته په ناسته يې کول روا دي، مګر نيم ثواب به ورکول کيژي، له دې څخه هيڅ نفل مستثنى نه دي ([3]).
په شپه اور ورځ دواړو کې نفل ثابت دي بدعت نه دي
پوښتنه : په اسلام کې نفلونه د ورځې هم شته دي او که يوازې په شپه کې کيژي؟ او کوم خلک چې په ورځ کې د نفل بدعت ګڼي او کونکي ته يې رياء کار وايي آيا د دوى دا خبره صحي دى او که نه؟.
ځواب : د فقهاؤ د کتابونو په (ابواب الوتر والنوافل) کې او د احاديثو کتابونو په (باب السنن) او نورو کې د ورځې د نفلو تفصيل موجود دى، ديته بدعت ويونکي جاهلان دي او رياء خو په فرضو کې هم حرامه دى ([4]).
د قضائي لمنځونو بيان
اداء او قضاء څه ته وايي
پوښتنه : اداء او قضاء څه ته وايي؟
ځواب : اداء ديته وايي چې هر عبادت په خپل مقرر وخت کې وکړل شي او قضاء ديته وايي چې فرض يا واجب له خپل مقرر وخت څخه وروسته وکړل شي!
مثلا د ماسپښين لمونځ چې د ماسپښين په وخت کې وکړل شي نو ورته اداء ويل کيږي او چې د ماسپښين وخت تير شي او وروسته وکړل شي نو ورته قضاء ويل کيږي ([5]).
د صحت په حالت کې د قضاء شويو لمنځونو د ناروغۍ په حالت کې قضائي را ګرځول
پوښتنه : که له يوه کس نه د صحت په حالت کې لمنځونه قضاء شوي وو او دا وخت د ناروغۍ په حالت کې د هغو قضائي را ګرځوي، مګر دا وخت د اودس په کولو قدرت نلري، بلکې د تيمم له وهلو وروسته لمونځ کوي، نو دغه کس په تيمم سره د صحت په حالت کې قضاء شوي لمنځونه اداء کولاى شي او که نه؟ کله چې په هغه وخت کې د اودس په کولو قادر وو؟.
ځواب : واضحه دې وي چې د مسئوله په صورت کې که چيرته په رښتيا دغه کس معذور وي او د اودس په کولو قدرت نلري نو په داسې صورت کې دى په تيمم سره د هماغو قضائي لمنځونو قضائي را ګرځولاى شي کوم چې د صحت په حالت کې ترينه قضاء شوي وو ([6]).
د سهار او مازديګر له لمنځونو وروسته قضائي لمونځ کيدلاى شي او که نه
پوښتنه : د سهار له لمانځه وروسته او د مازديګر له لمانځه وروسته قضائي لمونځ کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : کيدلاى شي ([7]).
د کومو لمنځونو قضائي راګرځول واجب دي
پوښتنه : د کومو لمنځونو قضائي راوړل واجب دي؟
ځواب : د ټولو فرضو لمنځونو قضاء فرض، د واجب لمنځونو قضاء واجب او د ځينې سنت لمنځونو قضاء سنت دی ([8]).
د مرګيو ناروغ ته د قضاء شويو لمنځونو حکم
پوښتنه : که يو داسې کس وفات شي کوم چې له کوچنيوالي څخه د مرګيو ناروغي ولري او له وفات کيدو اته کاله دمخه نه خبرې کولاى شي او نه کوم شى پيژندلاى شي، په همدغو اتو کلونو کې يې نه روژه نيولې وي او نه يې کوم لمونځ کړى وي او بيا په داسې حالت کې وفات شي چې د وصيت قابل هم نه وي، پوښتنه دا ده چې د هغه د دغو قضاء شويو لمنځونو او روژو حکم څه دى؟.
ځواب : هر کله چې داسې کس نه کوم شى پيژندلاى شي او نه خبرې کولاى شي نو داسې کس غير مکلف دى، د هغه لپاره د همدغو اتو کلونو په موده کې ټول لمنځونه او روژې هم د هغه له ذمه څخه ساقط شوي دي ([9]).
د لمنځونو په فديه کې قيمت ورکول بهتر دي
پوښتنه : که چيرته د کوم مړي له لوري څخه د هغه د لمنځونو فديه ورکول کيژي نو په فديه کې د غنمو ورکول بهتر دي او که د قيمت؟.
ځواب : قيمت ورکول بهتر دي، تر څو حسب ضرورت استعمال کړى شي ([10]).
د قضائي لمنځونو په جماعت سره کول څرنګه دي
پوښتنه : د قضائي لمنځونو په جماعت سره کول څرنګه دي؟.
ځواب : مسنون دي ([11]).
په مرض الموت کې د لمنځونو د فديه ورکولو حکم
پوښتنه : که چيرته يو کس په مرض الموت کې مبتلاء وو او له مرګ څو ورځې دمخه يې هوش او حواس پر ځاى نه وو، نو څومره لمنځونه چې له هغه څخه د بې هوشي په حالت کې قضاء شوي وي آيا د هماغو لمنځونو فديه ورکول لازمي دي او که نه؟.
ځواب : که چيرته له څلرويشت ساعتونو زيات د شپږو لمنځونو تر وخته پورې بې هوشه وي نو د همدغو لمنځونو د فديه ورکول لازم نه دي ([12]).
د فرضو او واجبو قضاء کول څرنګه دي
پوښتنه : فرض يا واجب په خپل وخت نه کول او قضاء کول يې څنګه دي؟
ځواب : قصدا پرته له کوم عذره د فرض، واجب يا سنت مؤکده ؤ په خپل وخت کې نه کول ګناه ده، د فرضو او واجبو په خپل وخت کې د نه اداء کولو ګناه لويه ده او بيا د سنتو ده!
هو ! که قصدا نه بلکه د کوم عذر له کبله ترينه قضاء شو، مثلا ويده شوی ؤ يا بل کوم شرعي عذر وو بيا ګناه نشته ([13]).
([1]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٥١، بحواله : غنية المستملي المعروف بالکبيري، ص : ٥٦٩، فصل في مسائل شتي.
([2]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٥٢، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٦٣٢.
([3]) کفايت المفتي، ٣ : ٣١٩، بحواله : التنوير مع شرحه، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٣٦.
([4]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٥٨، بحواله : امداد الفتاح شرح نور الايضاح، ص : ٤٣٨، فصل في صلاة الضحى واحياء الليالي.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.
([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٩٧، الشامي، ج : ٢، ص : ٧٦، البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٧٩، خلاصة الفتاوى، ج : ١، ص : ١٩١.
([7]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٤٨، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الصلوة، ج : ١، ص : ٣٤٨.
([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.
([9]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٩٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٠٠، نورالانوار، ص : ٢٩٢، البحر الرائق، ج : ٢، ص : ١١٧.
([10]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٠٥، بحواله : طحطاوي، ص : ٢٣٨.
([11]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٤٨، بحواله : مسلم شريف، مشکوة، ص : ٦٧.
([12]) فتاوى محموديه، ٧ : ٣٩٣، بحواله : اعلاء السنن، کتاب الصلوة، باب المغمي عليه، ج : ٧، ص : ١٩١، الدرالمختار، باب صلاة المريض، ج : ٢، ص : ١٠٢، ردالمحتار، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ٧٢.
















