احمد خليل
هره شپه د هیواد یوه نه ، یوه ګوښه یوه کربلا وي ، زړه توري کفارله هوا څخه راښکته کېږي او غلامان او لاسپوڅي يې په ځمکنيو موټرانو کې راځي، د وږو لېوانو په څېر په کلیو او کورونو کې خپرېږي، دا د انسانانو د وینو تږي او وحشيان نه ماشومان ګوري، نه تور سرې، نه لویان او نه ځوانان، بلکې څوک چې په مخه ورځي؛ ډزې پرې کوي، په چړو یې وهي، ژوندي یې په اور سوځوي.
دا د انسانانو له ټول وژنې خوند اخیستونکي وحشي لېوان په بمونو کورونه نړوي، کلي نړوي، مسجدونه نړوي، مدرسې نړوي، پردېس حافظان، طالب العلمان او استادان یې په شهادت رسوي، کلنیکونه بمباروي، دهقانان په شهادت رسوي او د مسافرو کاروانونه بمباروي.
ځکه اوس د هیواد هر با احساسه ځوان راپارېدلی او په دې فکر کې دی چې څنګه د عصر له دې فرعونیانو او د دوی له لښکرو څخه د خپل مظلوم اولس انتقام واخلي او ورته وښيي چې د دوی تر ظلم لاندې ولس له نورو ولسونو سره توپير لري او هغه دا چې دوی خپل انتقام او غچ هيڅکله هم چا ته نه دی پريښی؟
حافظ کرامت الله د ميدان وردګو ولايت د دربند کلي اوسېدونکی، یو تنکی ځوان چې الله جل جلاله د قرآن کریم د حفظ په سعادت نازولی ؤ، د داسې با احساسه تنکيو زلموټو له ټولي څخه ؤ، نوموړی د کفارو او د دوی د غلامانو ظلمونو او وحشتونو ډېر ځوراوه ، تل به په دې فکر کې ؤ چې څنګه د خپل ځورېدلي اولس انتقام واخلي، د استشهادیانو د استخدام په برخه کې د اسلامي امارت اصولو ورسره یاري نه کوله، عمر يې کم او یو طالب العلم ؤ، د استشهاد په وسیله له ظالمو کفارو او د دوی له غلامانو څخه د انتقام ارمان بیخي د جنون تر بریده رسولی ؤ، نوموړي د کابل د ښار د ده سبز د ولسوالۍ په یوه مدرسه کې دیني زده کړې ترسره کولې، په دې ساحه کې یو حکومتي غلام جنرال یې ترسترګو شوی ؤ چې تل به یې دلته تګ راتګ کاوه او ده په آسانه ځان ورته رسولای شوای.
په همدې فکر کې کلي ته راځي او په ډیر تکلیف یو لاسي بم (ګرنيټ) پیدا کوي، له ځان سره یې انتقالوي، کله چې څو ورځې وروسته موقع ورته پیدا کیږي دې ظالم جنرال ته نږدې کیږي، د لاسي بم کړۍ کشوي، بم انفجار کوي، هم په خپله د شهادت لوړ مقام ته رسیږي او هم په دې خبیث جنرال د الله تعالی عدالت پلی کوي او د جهنم کندې ته یې لېږي. او هغه ولسي وګړي چې د دغه غلام او لاسپوڅي تر ظلم او ستم لاندې وو؛ دائماً ترې بې غمه کوي.
هوکې!
ای د سپېڅلي قرآن تنکی حافظ ورورکه!
ستا له دې سپېڅلي احساس نه ځار!
ستا له دې همت او غیرت نه ځار !
هره افغانه مسلمانه مورکۍ دې داسې غیرتي زویکی ولري او د خپلې غېږې په مدرسه کې دې داسې سپېڅلې روزنه او پالنه ورکړي.
موږ به پر تا ویاړو!
ته به زموږ د غیرتي تاریخ اتل یې!
او ته به زموږ د استشهاد د قافلې یو شهکار وې!
















