کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۳ لړم ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د دوو جلا جلا پېښو له امله څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی.
د شمالي وزیرستان پولیسو د پېښو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې لومړۍ پېښه په دوسلي او دویمه هغه یې د څو ساعتونو په توپیر په میرعلي سیمه کې شوې ده.
پولیسو زیاته کړې، لومړۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پوځیانو موټر د ګزمې پر مهال د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی دی چې له امله یې، دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
پولیس دغه راز وایي، دویمه پېښه هم په میرعلي تحصیل سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې پکې دوه پوځیان وژل شوي دي.
د یادو دواړو پېښو پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو دې سیمو کې ډېری وخت د TTP مربوط وسلوال فعالیت، او ددې هېواد په سرتېرو بریدونه کوي.


















