کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا کې د ۲۰۲۰م کال اولسمشریزو ټاکنو ته د دموکرات ګوند کاندیده “تولسي ګبارډ” وایي: ټرمپ د سوریې د نفتو په ولکه کولو سره د امريکا حیثيت ته زیان رسوي.
د نوموړې په خبره: ” د سوریې تیل د سوریې د خلکو دي او په غیر قانوني توګه د امریکا تصرف کولی شي، د امریکا حیثیت زيانمن کړی.
نوموړې زیاته کړه: ” دا نفت د سوریې د وګړو اړوند دي، سره له دې چئ ټرمپ له سوریې د سرتيرو ايستلو اعلان کړ، ولې امریکایي عسکر په سوریه کې پاتې دي.
د ميرمن تولسي په وينا: “ټرمپ دا سرتېري له داعش ډلې سره د جګړې په بهانه سوریې ته استولي وو؛ خو اوس ښکاري چې دا عسکر په نفتو د ولکې په موخه لیږل شوي دي.

















