طالبان: روزګان کې یو امريکایی عسکر وژل شوی

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

طالبانو د روزګان ولایت په مرکز «ترینکوټ» کې سیمې ته د ورغلو ګډو عسکرو په کاروان  بريد کې د یو امریکايي عسکر د وژل کيدو خبر ورکړی.

د طالبانو له لوري په خبره شوې رسمي خبرپاڼه کې ويل شوي: ” د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د خانقې سیمه کې تېره ورځ سهار په هغه یرغلګرو او د ګوډاګۍ ادارې په مزدورو عسکرو د مجاهدینوله لوري وسلوال بریدونه ترسره شول چې سیمې ته د عملیاتو په موخه راوتلي وو.”

خبرپاڼه کې راغلي:” برید تر مازدیګر پوري دوام وکړ او په ترڅ کې یې یو تن یرغلګر امریکایي عسکر د درازکوف په مټ ځای پرځای قتل او پاتي نور له خپلو ګوډاګیانوسره د تلفاتوپه لیدلوسره په شاوتمبول شول.”

خو افغانستان کې مېشتو بهرنیو عسکرو په دې اړه تراوسه غبرګون نه دی ښوولی.

مربوطه مطالب

Back to top button