کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۳ لړم ، ١٣٩٨ل)
پاکستانۍ رسنۍ وایي چې بهرنیو چارو وزارت یې په اسلام اباد کې افغان سفیر شارژدافیر احضار کړی دی.
یاد وزارت د افغان سفیر داحضارولو لامل دوه ورځې وړاندې په کابل کې دپاکستان سفارت د کارکونکو ځورول یاد کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کابل کې یې د سفارت کارکوونکي له موانعو سره مخ شوي او له موټرو سره یې موټرسایکل جنګول شوی دی.
خبرپاڼه وایي، پاکستان له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دې پېښې په اړه سپیناوی ورکړي او دغه راز له دې وروسته د ورته پېښو د نه تکرارېدو په اړه ډاډ ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دوی په کابل کې د خپل سفارت د ویزو څانګه هم د امنیتي اندېښنو له امله تړلې ده.
خو افغان حکومت له دې ټولو پیښو څخه ناخبري ښیي، دخپل سفیر داحضارولو په اړه یاد دلائل غیر موجه بولي، برعکس له پاکستان څخه دسپیناوي غوښتنه کوي.
















