(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۴، سه شنبه)
د راپورونو له مخې، طالبانو د فراه ولايت په جوین ولسوالۍ بريد کړی چې په ترڅ کې یې نهه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، چې د جوين ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ د بريدونو په پايله کې د یادې ولسوالۍ درې ټاوران طالبانو نيولي دي.
د احمدي په وينا، په دغه بريد کې نهه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه امنيتي سرچينې تاييدوي چې طالبانو د جوين په مرکز بريد کړی خو د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
دغه راز طالبان په یوه بل خبر کې ادعا کړې چې د خوست ښار په مربوطاتو کې يې د کومانډو ځواکونو پر رينجر موټر چاودنه کړې، په ترڅ کې يې رينجر په بشپړه توګه ویجاړه او پکې سپاره څلور کومانډويان وژل شوي، درې نو ټپيان دي.
په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې ليوا مطبوعاتي مسؤول عبدالله څرګند تاييدوي چې پر عسکرو چاودنه شوې زياتوي په دغه چاودنه کې یو د ملي اردو عسکر وژل شوی، درې ټپيان دي.

















