هغه افغان سياستوال او چارواکي چې دوبۍ کې پټ عمارتونه لري / ډيلي بسټ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۴، سه شنبه)
د امریکا خبري ويب پاڼې ډيلي بیسټ په يوه راپور کې د هغه افغان سياستوالو او چارواکو نومونه خپاره کړي چې په وینا يې په دوبۍ کې پټ عمارتونه لري.
ډيلي بسټ د تحقيقاتي ژورناليزم دفتر ته د رسېدلو مکتبونو له مخې، دغه راپور برابر کړی زياتوي په وروستيو کې یو شمير افغان چارواکي په دوبۍ کې د لوکسو ماڼیو او جايدادونو خاوندان شوي دي.
په راپور کې ولسشمرۍ ته د نوماند احمد ولي مسعود یادونه شوې چې دوبۍ کې يې جایدادونه اخيستي زياتوي د هغه پر ورور احمد ضياء مسعود په ۲۰۰۹م کال کې تور پورې شوی و چې متحده اماراتو ته يې ۵۲ ميليون ډالره پيسې لېږدولي دي.
دغه راز راپور زياتوي، د اديب فهيم پلار مارشال قسيم فهيم هم د خوړو په جعبو کې دوبۍ ته پيسې استولي او د نوموړي ورور حصين فهيم چې د کابل بانک نه د پيسو ايستلو په قضيه کې تورن شوی و هم یادونه شوې.
همدارنګه په راپور کې د د دولت د وزير غلام فاروق وردګ نوم ذکر شوی چې په وينا يې له خپلې ميرمنې سره يې په ګډه د جميره ساحل په دوو سيمو کې کورونه اخيستي دي.
د ډيلي بيست په راپور کې، د پارلمان دوه غړي صالح محمد لالا ګل، فدا محمد الفت، د پخواني ولسمشر حامدکرزي ورور محمود کرزي او د برهان الدين رباني د لور فاطمه رباني نومونه هم راغلي چې په دوبۍ کې يې په لوکسو سيمو کې ماڼۍ، جایدادونه اخيستي او تجارتونه لري.
ډيلي بسټ په اخره کې ليکي، که څه هم په بهر کې جايدادونه، تجارتونه او یا کورونه لرل ناقونه کار نه دی خو زياتوي د ځينو افغان چارواکو په اړه د فساد ادعاوو په دې اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
بايد یادونه وکړو چې دا یوازې همدا کسان نه دي چې له افغانستان څخه يې په فساد او نورو بيلابيلو لارو پيسې ايستي بلکې ډيری نور د حامدکرزي د دورې چارواکي، وزيران او واليان هم شته چې له دوبۍ علاوه په هند، امريکا، جرمني ، ترکيې او نورو هيوادونو ته يې له افغانستانه د فساد او بيلابيلو لارو پيسې ايستي او هلته يې ورباندې شخصي ځمکې، جایدادونه، کورونه اخيستي او تجارتونه يې ورباندې روان کړي دي.



