کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان پلازمینې اسلام آبادکې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ روان لاریون یوبلې مهمې سیمې ((سره زون)) ته لېږدول کېږي.
مولانافضل الرحمن پرون د حکومت ضد سیاسي ګوندونو سره په لیدنه کې ویلي، عمران خان ته ورکړل شوی وخت پوره شوی دی او څو پورې چې یې نوموړی خپل کور ته نه وي لېږلی خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
دا لاریون چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان له بندري ښار کراچۍ څخه پیل شوی دی، د عمران خان په مشرۍ پاکستانی حکومت اسلامي قوانینو ته په نه درناوي او فساد تورنوي او له نوموړي څخه غواړي چې استعفا ورکړي.
خو عمران خان له مولانا فضل الرحمن څخه غوښتنه کړې ده چې خپل اعتراضونه مشخصو ځایونو ته ولېږدوي.
هغه ویلي استعفا نه مني خو پر نورو موضوعاتو خبرو اترو ته تیار دي.
فضل الرحمن بیا په خپلو تازو څرګندونو کې خبرداری ورکړی دی چې خپل اعتراضونه به سره زون ته چې د عمران خان او بهرنیو سفیرانو د استوګني ځای دی، ولېږدوي.
په ورته وخت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د همدې سیمې د امنیت لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي دي، تر څو دلاریونوالو د سرغړونو مخه ونیسي.


















