کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
راپورونه وایي چې د سعودي عربستان سمندري ځواکونو له امریکایي ځواکونو سره په ګده نظامي تمرینات پیل کړي دي چې هوايي ځواکونو هم برخه پکې اخیستې ده.
رسنیو نه دي ویلي چې په دغه نظامي تمریناتو کې څومره سرتېرو برخه اخیستې ده، خو ټینګار کوي چې ددې تمریناتو هدف په سیمه کې دامنیت تامین دی.
سرچینه کاږي په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو لوړپوړو چارواکو ویلي دوی غواړي نړۍ ته ثابته کړي چې په سیمه کې د امنیت د تامین وړتیا لري او په خبره یې دوی د ترهګرو ډلو د فعالیت مخنیوی کولی شي.
په دې وروستیو کې ایران ته نږدې د امریکايي ځواکونو فعالیتونه ډېر شوي چې موخه یې هم ددغه هېواد تهدیدول دي.
تېره ورځ نشنل انټرسټ نشریې راپور ورکړی وو چې منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي امریکایي ځواکونه دایران څارنه کوي، او که ایران کوم اقدام کوي دوی به یې مخنیوی وکړي.
















