هغه ماشوم یتیم چې د پلار له شهادته وروسته دنیا ته راغی

لیکنه : منیر بدري

هغه ماشوم نه وو خبر چې پلار یې په دنیا کې شته کنه؟!

هغه ماشوم نه و خبر چې زه د انقلاب په ستومانه بیړۍ کې سپور د دنیا له کافرو څپو سره مخ شوم.

هغه ماشوم به په هر چا د خپل پلار ګمان کوي؛ خو خبر به وي چې دا مې څه دی او ولې مې دومره نڅوي؟

هغه نه وو خبر چې زه د یو سر سپارلي او ویاړمن مجاهد زوی یم!.

هغه نه وو خبر چې زه یتیم زېږېدلی یم.

هغه نه وو خبر چې د مشفق او مهربانه پلار سیوری په سر نلرم.

هغه نه وو خبر چې زه د یوې غمجنې ناوکۍ مور له سختې دردمنې ژړا وروسته دنیا ته راغلم.

هغه نه وو خبر چې پلار یې چا شهید کړی دی.

هو! لوی به شي کور کلی به وپېژني هدیره به وپېژني، خو د پلار د شهادت او بیلتانه غم به یې دومره ونه ځوروي لکه څنګه، چې موږ د ده د زېږدو او یتیم والي له امله په ځوریدلې څېره زېري کوو.

اې ذوالجلاله ربه! موږ خو ستا د لارې مجاهدین یو موږ سرونه ستا رضا ته نظرانه کړي، که نن وي یا سبا موږ به هم د تللیو ملګرو په شان یا په مرمو سوري یا په اور کباب شو،

خــــــو اې زموږ مهربانه ربه ! ته مو د یتیمانو پالونکي او پر یتیمانو رحم کونکي پیدا کړه.

امین.

مربوطه مطالب

Back to top button