ستر غازي احمدشاه بابا.!!

ليکنه: عبدالمنان حسان ضعیف

د احمدشاه بابا تاریخ دومره څرګند دی چې د نړۍ هیڅ یو متعصب یې هم بد او غلط نشي تعبیرولای. دښمن يې پر نیکو خویونو او ښه اوصافو شاهدي ورکوي.

دهغه له غیرت، دهغه له ځیرکتیا او د جګړيیزو تکتیکونو څخه انکار نشي کولای. په پنځوس زره (۵۰۰۰۰) پوځ درې لکه (۳۰۰۰۰۰) فوځ ته، چې د وخت په عصري او پر مخ تللیو وسلو سمبال وي، شکست او ماته ورکول د یو عادي سالار کار نه دی.

لنډه پیژندنه:

د نني افغانستان مؤسس، د وخت ستر امپراطور، د میړانې، غیرت، ذهانت، او شجاعت سمبول، د زړونو رهبر ستر احمدشاه بابا د دولت خان لمسی دی چې په کال ۱۷۲۲م کې یې د زمان خان په کور کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

احمدشاه بابا په قوم سدوزی دی چې پوپلزیو ته منسوبیږي. له اووه ۷ پښته خانزاده دی، د مشري او رهبري خویونه ورته په میراث کې له نیکونو څخه ورپاتې دي.

واکمنۍ ته رسیدل:

په کال ۱۷۴۱م کې د نادر افشار د ګارډ مشر وټاکل شو.
په کال ۱۷۴۷م کښې چې کله نادر افشار قتل شو نو ځینو افسرانو هڅه وکړه، چې د هغه کورنۍ ته زیان ورسوي خو احمدشاه یې په وړاندې ودرید او کلکه دفاع یې وکړه چې وروسته په ډالۍ کې د نادر افشار ښځې ورته د کوه نور غمی ورکړ.

تر هغه وروسته کندهار ته ولاړ او هلته په همدغه کال ۱۷۴۷م د شیرسرخ بابا په زیارت کې د یوې لويې جرګې په ترڅ کې د پښتنو باچا وټاکل شو.

په دی جرګه کې نورمحمد خان عليزي مشهور په میر افغان د نادر افشار نظامي قومندان او د شیرسرخ د جرګې ګډون کونکی او پاچاهۍ ته نوماند، محبت خان د پوپلزو د قبیلې مشر هغه خلک وو چی ډېر نفوذ یې درلود.

دلته یو بل څوک حاجي جمال خان بارکزی هم و چې د باچاهۍ ادعا یې درلوده خو جرګه ځکه له ادعا څخه منصرف کړ چې فیصله یې کړې وه چی باچا باید د پوپلزو د قبیلې د سدوزو د پښې څخه وي.

د جرګی د فیصلی پر اساس احمدشاه بابا د افغانستان باچا او حاجي جمال خان یې وزیر وټاکل شو.

د شاهرخ واکمنۍ ته رسول:

څنګه چې په کال ۱۷۴۷ م کښې نادر افشار ووژل شو او احمدشاه بابا یې کورنۍ له لوټمارانو څخه وساتله.
په ایران کې یې ځینو افسرانو ځینې مخکې په خپله ولکه کی راوستي او په کابل کښې يې د هغه یو ورور علي قلي خان باچا کړ، او دغه بل ورور محمد ابراهیم خان یې ړوند کړ خو وروسته دوی دواړه د ځینو نورو زور واکو له لوری ووژل شول.

خو کله چی احمدشاه بابا امپراطور شو نو په ایران کښې یې د نادر افشار وراره شاهرخ باچا وټاکه.

احمدشاهي دولت:

کله چې احمدشاه بابا قدرت په لاس کې واخیست هڅه یې وکړه، چې د وخت څخه په استفاده خپله واکمني نوره هم پراخه کړي.

ده په لویدیځ کې خراسان، په ختیځ کی ګورګاني هند او په شمال کې د ازبکو جنیدي دولت په هغه قبیلو کې ځای کړل چی ده ورته ټاکلې وې او دنده یې د افغانۍ امپراطوری د ټینګښت او پايښت لپاره خدمت ؤ.

دده د سفرونو لښکر به، چې د فتحو تر دیاره پر وړاندې ولاړل، لږ داسې خلاصه کړو:

اول:

کله چې په ۱۷۴۷ م کې ده ته قدرت وسپارل شو، نو تر مقدماتي کارو وروسته یې په ۱۷۴۸م کې له کندهاره حرکت وکړ او په مخه یې غزني، کابل او پیښور د اباسین سیند تر غاړې په خپلو حدودو کې شامل کړل.

د ګورګاني هند امپراطور محمد شاه رنګیلا د یو لک لښکر سره ورته راووت او خبره تر درنې جګړې ونه رسېده، احمدشاه بابا تر ټاکلو فتوحاتو وروسته بیرته کندهار ته ولاړ.

دوهم:

په کال ۱۷۴۹م کښې هرات ته ولاړ او هلته یې یو لک لښکر د اشرف الوزراء په قومندانۍ شمال ته ولیږه چی هغه بیغیر له جنګه ټول قومونه دولت ته تابع کړل او خپله احمدشاه بابا د یو بل لښکر په مشرۍ مشهد ته ولاړ، هلته یې ټول باغیان و ټکول او شاهرخ یې هلته باچا او نورمحمد خان میر افغان یې ورته سپه سالار مقرر کړ.

درېیم:

په ۱۷۵۹م کې په خراسان کې بغاوتونه پیل شول.
احمدشاه نيشاپور ته ورغی او هلته یې باغي میر عام خان خزیمه مات کړ او شاهرخ یې بیا باچا کړ.
په دی وخت کی د امپرطورۍ پراختیا د آمو څخه تر بحیرة العرب او د سند څخه د ایران تر دښتو ورسیده.

څلورم:

په کال ۵۱- ۱۷۵۲ م کې کله چې د پنجاب صوبه دار میرمنو مالیه نه رالیږله احمدشاه بابا ورپسې ورغی او هغه یې مات کړ او کشمیر یې هم ونیوی او په لاهور کې یې د دوه میلیونو روپو مالیه وصول کړه، او پنجاب او ملتان یې هم د افغانستان برخې وګرځولې.

په دغه توګه کشمیر، ملتان، پنجاب او سیند هم د احمدشاهي امپراطوري په چوکاټ کښې داخل شول.

پنځم:

په کال ۱۷۵۳م کښې میرمنو مړ شو او په ځای یې د هغه نابالغ زوی محمد امین صوبه دار کړ خو مور یې مغلانی بیګم د هغه په نیابت کار کاوه.

احمدشاه بابا دغه مقرري تائید کړی وه خو په دی لړ کې یو څه نوي تحولات را منځته شول. د ډهلي امپراتور احمدشاه د محمد شاه رنګیلا د زوی صدراعظم عمادالملک غازی الدین احمدشاه کورګاني خلع او پر ځای یې دوهم عالمګیر باچا کړ او وروسته یې هغه هم مړ کړ.

او همدارنګه په کشمیر کې مستوفي سکجون د کشمیر والي مړ او هغه یې ډهلي ته تسلیم کړ. په همدې توګه ادینه بیګ پنجاب ونیوی په هند پورې یې ملحق کړ. دغې اوضاع احمدشاه سخت ودرداوه او د یوه قوي لښکر سره پنجاب ته ولاړ.

لومړی یې سکجون هنو ونیوی او کشمیر یې بیرته راوګرځاوه. په دې سره دوهم عالمګیر د افغان نجیب الدولة په قوماندې یو لښکر د احمدشاه سره جنګ ته راواستوه خو هغه بې له جنګه تسلیم شو او احمدشاه بابا فاتح ډهلی ته ورغی.

هلته یې افغاني مشران پر چارو وګومارل او مالیې یې راټولې کړې. عالمګیر خپله وریره د احمدشاه بابا زوی تیمور ته ورکړه او احمدشاه بیرته فاتح کندهار ته راستون شو.

شپږم:

په کال ۱۷۵۸م د افغاني حکمرانانو په فشار سکهان راټول او غازی عماد الدین جسان راجپوتان پر ډهلي راوستل، سردار جان خان او د احمدشاه بابا زوی تیمورشاه چې هلته په دنده ګمارل شوي وو، تر خطر لاندې راغلل.
او خپله په داخل کې هم احمدشاه ته یو لړ مشکلات ورپیښ شول چی یو له هغو څخه د نصیر خان بلوڅ بغاوت ؤ.

احمدشاه وزیر شاولي خان بلوڅ ته ورولیږه او بیا خپله ورغی او هغه یې په نظامي او سیاسي سطح قانع او تابع کړ او د هندوستان ستونزې یې آینده ته پریښودې.

اووم:

په کال ۶۰-۱۷۶۱م کې احمدشاه بابا د هندوستان پر لور روان شو، په لاره کې یې ډېر یاغی قوتونه وټکول، په پای کې د مرهټیانو د دری لکه (۳۰۰۰۰۰) پوځ سره مخامخ شو.

د احمدشاه بابا ټوټال شپیته زره(۶۰۰۰۰) عسکر وو.
په ډېر نظم او مهارت سره یې جګړه وکړه او سوبه یې خپله کړه. د هند پاچاهي یې علي ګوهر ته وسپارله او خپله بیرته فاتح کندهار ته راستون شو.

اتم:

په کال ۶۲-۱۷۶۳م کې په پنجاب کې سیکهان باغیان شول خو احمدشاه بابا هغوی وټکول او له پټیالی تر هنده یې حکومت یو سکهـ امیر سنګهـ ته وسپاره.

نهم:

په کال ۱۷۶۹ کي یو ځل بیا د خراسان اوضاع خرابه شوه خو احمدشاه بابا، سره له دې چې ناروغ و، حالات کنټرول او یوځل بیا یې ړوند شاه رخ هلته مقرر کړ.

د هندوستان فتحه:

په کال ۱۷۵۱م کې یې پنجاب، سند، او کشمیر په خپله ولکه کې راوستل او په کال ۱۷۵۶ یې د هندوستان دهلی ښار هم ونیوی.

د پاني پت مشهوره جګړه:

په کال ۱۷۶۰م کې يې د پاني پت ستره غزا وکړه چي د افغانانو د تاریخ په وینا د احمدشاه بابا د پوځ شمیر پنځوس زره (۵۰۰۰۰) او د مرهټیانو د پوځ شمیر لس (۱۰۰۰۰۰۰)لکه ؤ او د ځینو نورو تاریخونو په وینا د افغانانو شمیر شپیته زره(۶۰۰۰۰) او د مرهټیانو شمیر دری لکه(۳۰۰۰۰۰) ؤ خو په هر صورت جګړه وشوه چي په نتیجه کی یې سوبه د احمدشاه بابا په برخه شوه. په دی جګړه کښې دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) مرهټیان مړه او دوویشت زره (۲۲۰۰۰)یې بندیان شول.

په کال ۱۷۶۳م کی یې د عثماني خلافت خلیفة المسلمين سلطان مصطفی ته د هند د فتح لیک ولیږی.

وفات:

په ۱۷۷۲ م کی احمدشاه بابا د شپږویشت (۲۶) کاله باچاهي ورسته د یو پنځوس (۵۱) کلنۍ په عمر د کندهار په ارغستان کې له فاني نړۍ څخه سترګی پټې کړې.

انالله وانا الیه راجعون
روح یې ښاد او ياد یې تل

مربوطه مطالب

Back to top button