ترکيې د “اتماجا” په نوم ديو سمندري توغندي بريالۍ ازموينه وکړه

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ١٤ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ترکیې له خوا په لومړي ځل د “اتماجا” په نوم يو سمندري توغندی په بریالیتوب سره وازمایل شو.

په داسې حال کې چې ددې توغندي ازماېښتونه به دوام وکړي او په ۲۰۲۰م کال کې به د ترکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي.

د “اتماجا” د توغندي سیستم د هوا په هر ډول شرایطو کې د استفادې وړ اود ډېرو پرمختللو سرګلولو دوړولو طاقت لري.

د “اتماجا” توغندی د “لوکشن” د نړيوال سیستم څخه برخمن او په لوړه کچه خپل هدف په نښه او ويشتلى شي. د اندازې د واحد سیستم، د بايو متریک ارتفاع ټاکونکي سیستم او رادار ټاکونکي سیستم باندې سمبال دی.

دا توغندی خپل هدف په ډېر حساس شکل د فعال رادار نه په استفادې سره موندلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button