مکسیکو: وسله وال بريد کې نهه امریکايي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۵، چهارشنبه)

د راپورونو له مخې، د مکسيکو سره پر پوله د نشه يي توکو د سوداګرو پر يوه بريد کې نهه امریکايي وګړي وژل شوي دي.

د ان بي سي تلويزيون په خپل راپور کې ويلي، څوارلس امریکايي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و غوښتل يې له سنورا ايالت څخه واوا ايالت ته ولاړ شي چې په باويسپه ښار کې د وسله والو له بريد سره مخ شوي دي.

په دغه بريد کې ټول درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي چې ويل کيږي ښايي د ځينو مړي د سوځيدلي موټر د اور په لمبو کې سوځول شوي وي.

ځينو رسنيو د وژل شويو شمير نهه تنه ښودلی او ځينې نورې رسنۍ بيا وايي، چې نورو ځايونو کې هم مړي موندل شوي او ټول دولس تنه دي خو د واوا ايالت چارواکو تر اوسه د مړو شويو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي ځکه په وينا يې تر اوسه ورته د کره شميرو په هکله کره معلومات نشته.

په سیمه کې د نشه يي توکو کاروباريان فعال دي چې د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، ګمان کيږي دغه برید هم د هغوی له خوا په تيروتنې سره شوی وی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، که مکسيکو وغواړي نو امريکا تیاره ده چې سیمې ته خپل ځواکونه وليږي او د کارتل وسله والو ډلو پر وړاندې د جنګ اعلان وکړي څو له هغوی سيمه پاکه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button