بلخ: د طالبانو بريد کې د چاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۵، چهارشنبه)

د بلخ ولايت امنیتي مسؤولين وايي، چې د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال سلام الدین حامد د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د چهاربولک ولسوال ذبیح الله زاهد وايي، طالبانو نن سهار د دغه ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ او امنیت ملي رياست باندې بريد کړی و چې په ترڅ کې يې امنیه قومندان سلام الدين حامد او د ملي امنيت یو کارمند وژل شوي، درې پوليس نور ټپيان دي.

د ولسوال په وينا، په دغه نښه کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو په اړه يې کره معلومات په لاس کې نه لري.

طالبانو په وروستیو کې په دولتي پوځي تأسيساتو بریدونه زيات کړي چې ورسره د عسکرو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button