فيفا: ښايي د ولسشمرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان بيا وځنډول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۵، چهارشنبه)
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) وايي، ښايي یو ځل بيا د ولسشمرۍ ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان وځنډول شي.
تر دې مخکې د ولسشمرۍ ټاکنو د پايلو اعلان دوه ځنډول شوی او د ټاکنو کمېسیون په وروستي ځل ويلي و چې د لړم یا عقرب مياشتې په ۲۳ نيټه به د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.
د انتخاباتو کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي پرون وويل، ټاکل شوې وه چې د ځينو رايو بيا شميرنه د سه شنبې په ورځ پيل شي خو دا کار ونه شو، هيله ده ژر به پيل شي.
په عين حال کې د فيفا د بنسټ مشر يوسف رشيد وايي، د ټاکنو کمېسیون کې له روان وضعيت څخه ښکاري چې د دغه کمېسیون مسؤولین په دې ونه توانيږي چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې په درويشتم د عقرب اعلام کړي.
د یوسف رشيد په وينا: ” د کمیسیون لخوا د ځینو رایو په اړه د وضاحت نشتون ، د کمیسیون او دارملوک شرکت په کړنو کې شک، د ځینې انتخاباتي ټیکټونو نشتون او د کمیسیون او د ټاکنو د نظارت کونکي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتون دا په ګوته کوي چې د ټاکنو کمیسیون به ونشي کړای لومړنۍ پایلې له ټاکلې نيټې سره سم اعلان کړي”.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو شاوخوا درې مياشتې پوره کيدونکي دي خو تر اوسه يې لا لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.
د ولسمشرۍ نږدې نهه تنو نوماندانو ويلي، چې په ټاکنو کې د درغلۍ، د خلکو د کم ګډون او د ټاکنو کمېسیون له لوري د یوه حاکم ټيم لپاره کار کول هغه څه دي چې دوی يې پايلو منلو ته تيار نه دي.



