ويساورځپاڼې د پاکستاني پوځ دفتر ته په ورتګ عاطف مشعل ګرم بللی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم،  ۱۳۹۸ل)

کابل څخه خپريدونکې ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې “سرمقاله” په اسلام اباد کې افغان سفیر سره د پاکستاني پوځ له خوا د ناسم چلند موضوع ته ځانګړې کړې ده.

ويسا ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې افغان سفیر د (ای.ایس.ای) دفتر ته ورغلی، هلته تالاشي شوی او ناوړه چلند ورسره شوی، خو اوس زموږ د مشرانو جرګه د دې ناوړه چلند په اړه غبرګون ښيي.

ورځپاڼه لیکي، د سفیرانو کارونه د یوه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت سره وي؛ خو دا چې د یو هيواد سفیر د بل هېواد استخباراتي ادارې ته ورځي، نو ګرم خپله عاطف مشعل دی، چې ولې هلته ورته « د مشعل دليل به دا وي چې د شرم دغه ډبره خو له پاکستان سره په اړیکو کې لومړى اشرف غني ایښې، چې د خپلې واکمنۍ په پیل کې پینډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر ته ورغی.»

ورځپاڼه زياتوي، د ګډ حکومت شعارونه یوازې تر اوازو پورې محدود دي، د ګډ حکومت له لوري پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړل شول، اشرف غني د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر ته ورغی او د (ایس.او. پي) امنیتي تړون یې هم وسره لاسلیک کړ.

د ليکوال پر باور « اشرف غني پاکستان ته په د ډېورند کرښه د ازغن تار لګولو او لسګونو پوستو او نويو تاسیساتو د جوړولو اجازه ورکړه، تورخم کې دروازه د ګډ حکومت په وخت کې جوړه شوه چې پاکستان يې(باب پاکستان) بولي، پرانیستغونډې ته یې اشرف غني د وزیر او والي په سطحه هيئت ور وليږه، کونړ او پکتیکا کې د نښتو کیسه لا د نن خبره ده؛ خو حکومت پرې تراوسه چوپه خوله پاتې دی.»

د سرمقاله ليکوونکي په خبره، د «پنجاب غلامي» اصلاً حکومت کوي؛ خو دغه غلامي د رسنیو په زور په نورو تپل کېږي.

په پای کې ليکوال لیکي چې د اشرف غني او عبدالله ګډ دولت په افغان ولس د امریکا او پاکستان دواړو حاکمیت او واک ته زمینه مساعده کړه. په تېرو پینځو کلونو کې زموږ ولس په خپله خاوره کې له ځمکې او فضا څخه د همدې دوو هيوادونو له لوري تربل هر وخت زیات وحشت ليدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button