د دې لپاره دې اعداموم چې تا د یو پیسه دوست قوم لپاره مبارزه کوله!!

څارنوال حشمت عبیدی
محمدکریم د مصر ازادۍ غوښتونکي چې کله د فرانسویانو په مقابل کې ماتې وخوړه ونیول شو، کله چې ناپلیون هغه د اعدام لپاره راوغوښتو ورته یې وویل: تا د وطن د ازادۍ لپاره مبارزه کړېده، زه د ازادۍ مبارزین نه وژنم، زه د خپلو وژل شوو عسکرو د غرامت درڅخه غواړم نو مونږ ته لس زره طلايي سیکې راوړه چې له اعدام بچ شې، محمد کریم وویل: اوس دا سیکې نلرم فرصت راکړه چې له خپلو تجارانو یې را پیدا کړم محمد کریم لاس تړلی د مصر په قاهره کې څو ورځې وګرځېد؛ اما هیڅ تاجر ورته دا سیکې ورنکړې، ځینو تجارانو لا دا هم ویل: چې لعنت په محمد کریم زمونږ تجارت او کار یې راخراب کړ
محمد کریم بېرته ناپلیون ته راوستل شو، ناپلیون وویل: نو اوس بله چاره نلرم غیر د اعدام څخه او تا د دې لپاره نه اعداموم چې زمونږ عسکر دې وژلي دي؛ بلکې د دې لپاره دې اعداموم چې د یو پیسه دوست قوم لپاره دې مبارزه کوله.
محمد کریم ورته وویل:
یو مبارز او انقلابي سړی چې د یو نادان قوم لپاره مبارزه کوي داسې معنا لري لکه یو سړی چې ځان ته اور واچوي او د یو ړانده لپاره رڼا برابره کړي.
رښتيا هم افسوس پر داسې قوم چې مبارزين د دوی د عزت، ننګ او ناموس لپاره مبارزه کوي، او قوم ورته په سپکه سترګه ګوري، يا يې هم په قدر نه پوهېږي.



