سپین څادر!!

طالب الهام
بندې لارې که دچین او که د روس شي
بس قیمت به ترهرڅه دلته کارتوس شي
نوردې سولې سپین څادرپه وطن خپورکړه
چې نور ختم پدې سیمه کې ویروس شي
نه به هر مرغه بدرنګ له کارغي وي
نه دې هر مرغه ښایسته لکه طاوس شي
که زما مشوره څوک مني نو دا ده
سردې غوڅ دهرخائن دهرجاسوس شي
چې څوک دلته دیرغل په نیت رادرومي
ژر بې قتل دې هیواد کې ټول نفوس شي
ستاپه وړاندې مخامخ داسې ګونګی شم
لکه ګونګ چې په اذان باندې ناقوس شي
ځینې خلک په نه کیسه خوري سل قسمه
ده ممکنه چې یمین یې د غموس شي
بس طالب الهام به هله کامل پیر وي
چې دربار ته یې خادم بیا جالینوس شي


