د دولتي ځواکونو بې درېغه مرګ، څه په ډاګه کوي؟؟

غورځنګ
امریکا د خپل يرغل په پيل کې د دې لپاره چې په افغانستان کې جمهوري يا ډيموکراټيک قوانين د تل لپاره پرېږدي او دغه غيور ملت له خپلو دودونو او دستورونو څخه پردی کړي، نو له تش په نوم افغانانو څخه يې يوه د ملي اردو په خواږه نامه باندې د افغان وژنې لپاره يوه ډله جوړه کړه چې دغه ډله خلک يا د پخوانيو هغو کمونستانو اولادونه وو، کوم چې لاسونه يې د بې ګناه لکونو افغانانو په وينو سره وو، يا د شر او فساد د دورې هغه خلک وو، کوم چې د افغانانو د جهاد ثمره يې په پرديو وپلورله، د افغانانو نيول شوي غنايم يې په پرديو وپلورل او د افغان ولس په ځورونه کې يې لوی لاس درلود، پاټکونه يې اچولي وو، يا هم هغه خلک وو چې د شمالي ټلوالې تر نامه لاندې پرديپالان وو کوم چې طالبانو د خپل حاکميت په دوره کې تر کولابه ځغلولي وو او د افغانستان پاکه خاوره يې د دوی له ناولو قدمونو څخه د لنډې مودې لپاره ساتلې وه، خو امريکا دغه خلک يو ځل بيا مسلح کړل او د افغان ملت په خلاف يې وکارول. دغو خلکو ته امریکا که څه هم د افغان ملت د وژلو لپاره د وطن ياکفن کمونستي شعار، وطن ساتنه، د پنجاب پر ضد مبارزه او نور داسې شعارونه ورکړل چې په لومړي سر کې ځينې افغانان پرې غولېدلي وو، مګر اوس دا دی ټول افغان ملت پرې پوه شوی دی او په يوه اتفاق سره يې نه يوازې د امریکا منځته راوړې ادارې له ځواکونو څخه بلکې له ټولې غلامې ادارې څخه يې پرېکون اعلان کړ.
دغه کسان چې امریکايانو د افغان ځواکونو په نامه نومولي دي، د کابل ادارې د اوباشانو ساتونکي دي، د جمهوريت د ساتنې او امریکايي ګټو د تحقق لپاره پر افغان ولس هره ناروا کړنه تر سره کوي او خپل سري عمليات، چاپې او نور وحشتونه ورسره کوي.
خو دا چې د دغو کسانو مرګ ژوبله په اوسني وخت کې زیاته شوې ده نو تر شا يې لاملونه څه دي؟؟
کوم وخت چې امریکا د واک د لېږد تر نامه لاندې د افغانانو د غولولو لپاره يوه جعلي پروسه اعلان کړه او په پټه يې دا هڅه کوله چې په هېواد کې د امریکايانو تلفات کم کړي، خو ظاهراً يې د واک د لېږد د پروسې نوم ورکړ؛ نو له هماغه وخته د دغو تش په نامه افغانانو تلفات ورځ تر بلې زياتېږي.
د ملي اردو، ملي پوليسو، اربکيانو، صفر يک، صفر دو، سفر درې او نورو دغه ډول خلکو تلفات وروسته له هغه بيخي اوج ته رسېدلي دي کله چې ټرمپ افغان سوله لغوه اعلان کړه او وې ويل چې مونږ به نور په طالبانو باندې زور وکاروو.
او د زور له لارې به طالبان مجبور کړي چې د امریکا په شرائطو سوله وکړي.
مګر د پورته يادو شوي تش په نامه افغانانو او يا هم د افغانانو قاتلينو سره د افغان ولس چلند له تېرو کلونو څخه خورا بدلون موندلی دی او تقريباً په هرو څلرويشتو ساعتونو کې په سلګونو دغه ډول خلک وژل کېږي، چې تقريباً په څلورو يا پنځو کلونو کې دغه شمېره تر ټولو لوړې څوکې ته رسېدلې ده.
په اصطلاح د دغو ځواکونو له وژلو څخه څرګندېږي چې د افغان ولس حوصله نوره تر مورګو رسېدلې ده او نور يې دا ډول غلامان نه خوښېږي او نه يې هم زغملای شي.
په پای کې وايو چې د کابل ادارې د ځواکونو بې درېغه وژنه له دوی سره د افغان ولس کرکه څرګندوي او دا په ډاګه کوي چې د افغان ولس حوصله نوره د دغو ځواکونو ظلمونو او قتلونو تر مورګو راوستلې ده او د دوی پر ضد د طالبانو ليکو ته ځي تر څو له دوی څخه خپل غچ او انتقام واخلي.



