لوګر کې د پکتيا داستيناف محکمې څلور قاضيان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل)

نن پنجشنبه د لړم مياشتې په ۱۶مه نيټه د کابل لوګر په لویه لار د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د يو وسله وال بريد په ترڅ کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې څلور قاضیان وژل شوي دي.

د رارسېدلو راپورونو په اساس بريد نن غرمه مهال د لوګر محمداغې ولسوالۍ په باقي اباد سیمه کې ترسره شوی دی.

تر اوسه پورې د دې بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او نه هم د يادې پيښې په اړه د لوګر او پکتيا ولایتي چارواکو څه ویلي دي.

د يادولو وړه ده چې څو ورځې وړاندې هم په محمداغه ولسوالۍ کې د پکتیا ولایت یو قاضي وژل شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button