کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو جومات ته اور اچولی دی.
د لوګرولايتي شورا ريس حسيب ستانکزی وايي تېره شپه برکي برک ولسوالۍ کې يو جومات سوځول شوی دی.
د نوموړي په خبره: جومات کې د قرآن کريم ګڼې نسخې هم سوځيدلي دي. تر اوسه د لوګر امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې پخوا به افغانستان کې جوماتونه د ګډو ځواکونو له لوري په چاپو او هوايي بريدونو کې په نښه کيدل؛ خو دا په خپل نوعیت کې لومړۍ پېښه ده، چې يو جومات د نامعلومو کسانو لخوا سوځول کیږي.