کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
پژواک خبري اژانس د خپلو مؤثقو سرچینو له قوله دطالب او امریکایي مرکچیانو تر منځ د غیر رسمي مذاکراتو له پیل خبر ورکړی دی.
پژواک وایي، ځینې مؤثقو سرچینو ورته ویلي چې له څو ورځو راهیسې دخلیلزاد په مشرۍ امریکایي ټیم په قطر کې له طالب پلاوي سره په خبرو اترو بوخت دی.
یاد اژانس په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي، خودامریکاځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني او افغان سیاسیونو سره له خبرو اترو وروسته د رسنیو له تعقیب نادرکه سوی دی.
څو ورځې وړاندې دحمدالله محب او رحمت الله نبیل په ګډون یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو ویلي وو چې دخلیلزاد روان سفر د بندیانو په تبادلې سره دمذاکراتو بیا پیل ته لار هوارول دي.
داسې راپورونه هم شته چې خلیلزاد د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو عاجل خلاصون غواړي، خو د یادو استادانو په تبادله کې طالبانو د انس حقاني په ګډون د ۸۰ تنه لوړ پوړو طالب قومندانانو او مشرانو غوښتنه کړې.
تر دې وخته طالب او امریکایي لوري دبیاځل مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.


















