پاکستان کې د ډینګې تبې ناروغانو شمیر ۴۴ زرو ته ورسید

پاکستان کې د ډینګې تبې ناروغانو شمیر له ۴۴ زرو څخه اوښتي تر اوسه د ډینګې تبې له امله ۶۶ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان طبي پوهان وايي، د هوا بدلون ، په وخت د بارانو نه کیدل او د ګرمي زیاتیدل ددې ناروغۍ د غوماشو په زیاتوالي کې ډیره مرسته کړي، په اسلام اباد کې پروت نیشنل انسټي ټيوټ آف هیلت( NIH) یو ډاکټررانا صفدر وايي، په ۲۰۱۱ م کې د ډینګې د تبې ناروغانو شمیر ۲۷ زره تنه وه خو سږکال ددې ناروغۍ اخته کسانو شمیر ۴۴ زره تنه ده خو په ۲۰۱۱ کال په پرتله د ناروغانو د مړینې کچه کمه ده، رانا صفدر زیاتوي، چې جکومت د ډینګې تبې په مخنوي کې پوره هڅه کړي ده.

خو بل پلوه د ډینګې تبې يوه متخصصه ډاکټره مهسیما صدیقی حکومت د ډینګې تبې په مخنوي کې پړ بولي، هغه زیاتوي، حکومت په اسلام اباد او پنجاب کې ډینګې په مخنوي کې ناکام شوي ده، تر اوسه د غوماشو په وړاندې هیڅ ځاې کې دوا نه ده شیندلې نو حکومت په کوم ثبوت د مخنوي دعوه کوي.

د اې ايف پي راپور وايي، د ډینګې تبي څخه ډیره متاثره ناروغان په اسلام اباد او راولپنډي کې دي چې تعداد يې ۱۲۴۳۳ تنو نه اوښتي، د يادونې وړ ده چې د دې ناروغۍ وایروس د “ايډس ايچپټیائي” غوماشي څخه خپریږي چې دا غوماشي په پاکو اوبو پر سر ژوند کوي په اوس وخت کې دې ناروغۍ وبائي شکل اختیار کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button