يو چينايي شرکت «۱۰۸» میګا پېکسله کامره لرونکی مبایل وړاندې کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
د چین يو مشهور شرکت «شیاومي» اعلان کړی چې داسې مبایل يې جوړ کړی چې «۱۰۸» میګا پېکسله کامره لري.
نوموړي شرکت څو میاشتې مخکې اعلان کړی و، چې ډير ژر به داسې مبایل وړاندې کړي چې ۱۰۸ میګا پېکسله کامره به لري. د شرکت په وينا دا موبايل يې د مشهور شرکت سامسنګ سره په ګډه يې چمتو کړي دي، چې په شپه کې ښه پاک او واضح عکسونه اخلي.
دغه مبایل ۶.۴۷ انچه امولیډ ایچ ډي پلس ډیسپلی لري، چې د سکرین او باډي ترمنځ ۸۷.۸سلنه نښتی دی.دغه راز د اوکټا کور کوالکوم سنیپ ډراګون شرکت ۷۳۰ جي پراسیسر ورکړل شوی او د ۶ او ۸ جي بي ریم سره ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه لري.
مبایل فنګر پرنټ یا د ګوتې کولپ د سکرین پرمخ ځای پر ځای شوی، «۵۲۶۰» ملي امپیره بیټري او د ۳۰ واټه چټک جارجنګ وړتیا لري. شرکت ادعا کوي چې ياد چارجر کولی شي په ۶۵ دقیقو کې له صفر څخه تر سلو پورې مبایل جارج کړي.د دې سربېره دا مبایل څلور نورې کامرې (۵، ۱۲، ۲۰ او ۲ میګا پېکسله) هم لري. دغه مبایل ۳۲ میګا پېکسله سیلفي کامره هم لري.
د شیاومي شرکت دغه مبایل به د نومبر له ۱۱مې نیټې څخه د کاروونکو لپاره وړاندې شي چې د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکی مبایل به «۴۰۰» امریکایي ډالره، د ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظې لرونکی مبایل به «۴۴۰» ډالره بیه ولري.



