مولانا فضل الرحمن: حکومتي پلاوي ته مو ويلي چې استعفا سره راشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه)
د پاکستان د جمعيت علماء السلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چې حکومتي پلاوي ته يې ويلي چې بيا ځلې جرګې لپاره راځي نو ځان سره دې استعفا هم راوړي.
د مولانا فضل الرحمن جمعیت علماء اسلام او اپوزوسيون ګوندونو له تيرو لس ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د عمران د حکومت پر خلاف د “ازادۍ مارچ” لاریون پيل کړی او د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.
د پاکستان د لومړي وزير عمران خان حکومت غواړي چې د اپوزيسيون ګوندونو سره دغه مسئله د مذاکراتو او جرګې له لارې حل کړي.
خو مولانا فضل الرحمن ټینګار کوي چې یوازې د عمران خان استعفا د دوی مظاهرې پای ته رسولی شي او تيره ورځ يې د ازادۍ مارچ راغونډ شويو مظاهره کوونکو ته په خپله وينا کې وويل، (د حکومت مرکچې پلاوي ته مو ويلي چې کله هم مونږ ته راځۍ نو تش لاس به نه راځې او دعمران خان استعفا به له ځان سره راوړئ).
هغه په ټینګار سره وويل، چې د اپوزېسيون ټول ګوندونه یو موټی دي او عمران خان ته به نوره پر هيواد د واکمنۍ کولو اجازه ورنکړي.
د مولانا فضل الرحمن، اپوزېسيون ګوندونو استازي او د عمران خان د پاټۍ غړي پر یو بل نیوکې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جمعې په ورځ د مولانا فضل الرحمن د ګوند یوه غړي اکرم خان دراني مظاهره کوونکو ته د خپلې وينا پر مهال وويل، چې دوه ورځې وروسته به د ازادۍ مارچ په یوه نوې بڼه واوړي خو نوموړي په دې اړه نور جزيات ورنکړل.



