لغمان: امريکايي ځواکونو د ملکيانو موټر سوځولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه
د لغمان ولايت د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، چې امریکايي ځواکونو د قرغيو ولسواليو په عزيز خان کڅ کې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
نوموړی زیاتوي، امریکايي ځواکونو د خلکو پر موټرو ګاز لرونکۍ مرمۍ استعمال کړي ځکه په وينا يې چې هغوی د امریکايي کاروان پوځي قطار ته نږدې شوي و.
که څه هم دولتزی د دوو موټرو د سوځيدو او یو تن د ټپي کيدو خبر ورکوي خو د پيښې یوه عيني شاهد فضل الرحمن ويلي، چې امريکايي ځواکونو یو لنډکروزر، دوه ټوډي او یو مازدا موټر سوځولي دي.
د فضل الرحمن په خبره، په خپلو سترګو يې ليدلي چې د یوې ټوټي پنځه سوارلۍ موټر سوځيدلي او ځينې نور کسان ټپيان شوي دي.
دغه راز د عبدالضمير خاکسار په نوم چې په ياده پېښه کې ټپي شوی هم دی پر خپله فسبوک پاڼه ليکي: “که د ژوند او مرګ د بهرنيو ځواکونو په لاس کې واى، نن به مې نوم سره ((شهيد)) ليکل سوى واى، خو خداى وژغورلم”.
د نعمان دوست په نوم يوه لیکوال او د ټولنيزو شبکو کاروونکي محمد نعمان دوست پر خپله فسبوک پاڼه د سوځيدلو موترو انځورونه خپاره کړي ليکي: دا د بهرنيو پوځونو تحفه ده. دوه موټر موږ وليدل چي لولپه يې کړل. زموږ د موټر د اړخ ښيښه يې ټوټه ټوټه کړه. اور غورځوونکي شيان يې موټرو ته غورځول. زموږ موټر ته يې هم وغورځاوه.



