(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۹، یکشنبه)
د راپورونو له مخې، طالبانو د بدخشان ولايت په خواهان ولسوالۍ کې د يوې پوستې د قومندان په شمول لس عسکر ژوندي نيولي دي.
طالبانو پرون د یادې ولسوالۍ مربوط په روينزار سیمه کې پر يوې پوستې برید کړی چې په پايله کې يې د يادې پوستې ټول عسکر طالبانوته ژوندي په لاس ورغلي دي.
امنيتي سرچينې وايي، یاده پوسته له ډيرې مودې راهيسې د طالبانو له خوا کلابنده وه او هيڅ مهمات او خوراکي توکي يې نه ورپرېښودل.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې تاييد کړې چې په یاده سیمه کې يې يوه پوسته او د قومندان سراج الدین په شمول د يادې پوستې لس تنه عسکر هم نيولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو له یادو عسکرو سره لس ميله وسلې، یوه مخابره او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې د نيول شويو عسکرو نومونه هم خپاره کړي دي.
تر اوسه په دې تړاو د بدخشان چارواکو څه نه دي ويلي خو امنیتي سرچينو تاييد کړې چې په سيمه کې يې د پوستې له مسؤولينو او عسکرو سره اړيکې پرې شوي دي.
طالبان وخت ناوخت د جګړو پر مهال او دغه راز د طالبانو د جلب او جذب کمېسیون ته پوليس، عسکر او نظامي منسوبین تسلميږي چې هغوی يې د ضمانتونو په اخيستلو چې بيا د دولت ليکو ته ورنشي بيرته خپلو کورنيو ته سپاري او خوشې کوي يې.


















